ټولنه

دتمځاى دسيستم تي اي ار دتطبيق دملي کميټې پنځمه غونډه جوړه شوه .

کابل باختر د تلي اتلسمه :
دتمځاى دسيستم دتطبيق  دکميټې پنځمه غونډه دترانسپورت په وزارت کې جوړه شوه .
دغه غونډه  دترانسپورت  دوزير محمد حميد طهماسي  په مشرۍ  او دبهرنيو چارو ، ماليې  ، صنعت او سوداګرى ، کورنيو چارواو دفوايد عامې دوزارتونو ، دترافيکو دلوى رياست ، دافغانستان دسوداګرى او صنايعو دخونې او دافغانستان دنړيوالې  سوداګرى دخونې استازو په ګډون جوړه شوه
دباختراژانس دخبرله مخې ، محمد حميد طهماسي   دتمځايونو دسيستم دتطبيق دملي کميټې غړو ته ښه راغلاست ووايه  او ټينګار يې وکړ چې په افغانستان کې ددغه سيستم  تطبيق دترانسپورت  وزارت يوه له  مهمو او اساسي موخو څخه دى .
په دې غونډه کې  دترانسپورت وزارت دقوانينو او دبهرنيو اړيکو رييس دتمځي دسيستم په اړوند ترکيې  ته دسفر په باب لنډ رپوټ وړاندې کړ وروسته دغونډې برخه والو د وزيرانو شورا دمصوبې  په پام کې نيولوسره دافغانستان  او پاکستان ترمنځ  دغه سيستم ته دازمايشي  اسانتياوو درامنځته کولو دويزې  او رودپاس  داخستلو ، ګمرکي  کړنلارو او په هېواد کې ددې سيستم دتطبيق په باره کې هراړخيزې  خبرې وکړې او دلاندې مواردو په اړوند نتيجې ته ورسيدل .
دترانسپورت وزارت دقوانينو اودبهرنيو اړيکو رياست دې په دغه سيستم دپاکستاني وسايطو دتګ راتګ په اړونددجمهوري رياست دعالي مقام په نامه مشخص وړانديز برابر او وليږي .
دترانسپورت  وزارت دپلان او پاليسي رياست دې دهېواد په بندرونو او لويو لارو کې دوسايطو  دتمځي ( تيرپارکونو ) دجوړولو په برخو کې داراضي دادارې  له مسوولينو سره  ګډه غونډه جوړه کړي او عملي اقدامات ترسره شي .
دبهرنيو  چارو وزارت دې دافغاني وسايطو چلوونکو ته دويزې او رودپاس په باب له ګاونديو هېوادونو په تيره بيا  دمرکزي اسيا له هېوادونوسره له ديپلوماتيکي لارې خبرې وکړي .
دافغانستان دسوداګرى او صنايعو خونه دې  دتيرکنفرانس په باب دګمرکاتو کړنلاره بيا وڅيړي او تمځي دسيستم دکنوانسيون له مادو سره داختلاف په صورت کې دلازمو تعديلونو وړانديزوکړي
دافغانستان دسوداګرى  او صنايعو خونه دې ددغه سيستم په باب چک  لست ترتيب او برابر کړي او داړوندو ادارو په واک کې دې ورکړي .
دماليې وزارت او دافغانستان دسوداګرى او صنايعو خونه دې دګمرکاتو او داړوندوادارو کارکوونکو ته ددې سيستم دپوهاوي ورکولو پروګرام ترلاس لاندې ونيسي
دماليې وزارت دګمرکاتو لوى رياست دې ددې سيستم په اړونددزياتې همغږى  په مقصد دپاکستان دګمرکاتو له مسوولينو سره دګډې غونډې بند اوبست وکړي .
ددې سيستم  په تطبيق کې  ټولې ښکيلې ادارې  دې مکلفې دي خپلې هغې ټولې مقررې ،  لايحې او کړنلارې چې ددې سيستم دکنوانسيون  له مادو سره په مخالفت کې دي تعديلې کړي .،
  ختم_  عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته