دکندز ولايت دعلي اباد ولسوالۍ پنځه کلي دوسله والو مخالفينو له شتون څخه پاک شول .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو ددويمې لوا قوماندان جنرال محمد زمان وزير ي دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل، دناتو او افغان ځواکونو هغه ګډ عمليات چې دکندز ولايت دعلي اباد ولسوالۍ په پنځو کليوکې لس ورځې مخکې پيل شوي و پرون پاى ته ورسيدل .
خبرځاى وايي په دغو عملياتوکې مخالفينو مقاومت ونه کړاي شو او غرونو ته وتښتيدل او دسيمې خلک په ارامي سره خپل ژوند ته دوام ورکوي .
ديوبل خبر له مخې دکندز ولايت پوليس وايي درې تنه غله چې په بغلان ولايت کې يې لس ورځې مخکې دصرافي له يودوکان څخه شپيته زره ډالره غلا کړي و پرون دکندز ولايت په مربوطاتوکې ونيول شول .
خبر ځاى ويلي دي له غلو څخه دوه کرولا موټرونه ترلاسه شوي دي او پيښه تر څيړنې لاندې ده .