امنیت

پنځوس سرتېري له عمري قول اردو څخه فارغ شول

کابل/ د سلواغې ۱۹مه / باختر
د ۲۱۷ عمري قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ۵۰ سرتېري له نظامي او فکري زده کړو وروسته، د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د ۲۱۷ عمري قول اردو د اوومې لوا له ښوونیز مرکز څخه له دوه میاشتو نظامي او فکري زده کړو وروسته، ۵۰ سرتېري د یولړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په دغو مراسمو کې د ۲۱۷ عمري قول اردو قومندان، درستیزوال او یوشمېر مسوولینو او نظامي منسوبینو ګډون کړی و.
ټاکل شوې ده چې دغه سرتېري په تخار کې د امنیت د ټينګښت او د هېواد د سرحدونو د ساتنې په موخه په دندو وګومارل شي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته