ټولنه

په آبشار ولسوالۍ کې دخلکو کورونه دسيند داوبو دڅپانده کيدو ترګواښ لاندې دي .

 کابل باختردسلواغې دمياشتې ١٨ :
دپنجشير ولايت دآبشار ولسوالۍ  په مربوطاتو کې دسيند دغاړو دمحافظتي استنادي ديوال ويجاړتيا  ددغې ساحې خلک  انديښمن کړي دي .
دوي ادعا کوي  چې دغه استنادي ديوال  ددوي  کورونه داوبو دڅپانده کيدو له 
خطرونو څخه خوندي ساتل  او اوس ددغه ديوال  په ويجاړتيا سره ددوي کورونه  دسيند داوبو  ترګواښ لاندي دي .
دپنجشيرولايت  دآبشار ولسوالۍ  دغو اوسيدونکو دباخترآژانس سيمه ييز خبريال ته ويلي دي  چې درې کاله مخکې  ددغه سيند په دواړو غاړو کې  دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت  دملي پيوستون دپروګرام له لارې محافظتي ديوالونه  جوړ شوي وو  او دروان کال په لومړيو وختو کې دسيلاونو   او دسيندونو دڅپانده کيدو له امله   ويجاړ شول.
دآبشار ولسوال  حامد  روشن  دباختر آ ژانس خبريال ته وويل چې تراوسه پورې   ددغو ديوالونو دبيا جوړولو په خاطر داړوندو دولتي ادارو له خوا کوم کار نه دى شوى او سربيره پردې چې ددغه سيند ددواړو غاړو کورونه  تر خطر لاندې دي  داوبو تګلوري هم ددغې ولسوالۍ   دسړک  حينې برخې ويجاړې کړي دي .
ده وويل  چې داړوندو ادارو مسوولين دې بايد  ددغې ولسوالۍ دخلکو دستونزو دلري کولو په برخه کې  اقدام وکړي .
په همدې حال کې دپنجشيرولايت دکليودبياجوړولو اوپراختيا رييس عظيم الرحمن خرمي وايي   چې  دهوا په تودوخي سره ددغه سيند دغاړو دمحافظتي  ديوالونو  دبيا  جوړولو کار پيليږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته