کابل، د چنګاښ ۲۵ مه، باختر
د افغانستان له ۲۰ کلنو څخه ښکته ملي لوبډلې د آسیا د اتلولۍ په مقدماتي سیالیو کې د ګډون لپاره چمتووالی نیسي.
د دغې لوبډلې د تمریناتو چمتووالي د “احمد ضیا عظیمي” تر څارنې لاندې په کابل کې پیل شوی دی.
د افغانستان له ۲۰ کلنو څخه ښکته ملي لوبډله په G ګروپ کې د عمان، تایلنډ او فلیپین له لوبډلو سره ده او د روانې میاشتې له ۱۹مې نېټې څخه تر ۲۷مې نېټې پورې به په عمان کې له خپلو سیالو لوبډلو سره مخ شي.
د افغانستان د فوټبال فدراسيون يوې سرچينې د باختر آژانس خبريال ته وويل، چې د افغانستان له دننه او بهر څخه نور لوبغاړي په کابل کې د هېواد د فوټبال ملي ټيم په کمپ کې شاملېږي.
ع