امنیت

په احمد خېلو ولسوالۍ کې دوه تنه طالبان د خپل ماین ښکار شول

ګردیز باختر د وږي ۱۷ مه
د پکتیا ولایت د احمدې خېلو ولسوالۍ په موشکي سیمه  کې دوه تنه طالبان د خپل ماین ښکار شول.
دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوې کله چې وسله وال طالبان په لویه لار کې  د ماین په ځای پر ځای کولو بوخت وو.
د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت د باختر اژانس سیمه  یېز خبریال  ته وویل چې،په دغه چاودنه کې دوه تنه طالبان  وژل شوي دي.
دا لومړی ځل نه دی چې وسله وال د خپل  ماین ښکار کېږي تر دې وړاندې  هم په لسګونه ځله طالبان د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي خو زیات وخت د دغو ړندو ماینونو د چاودنې له مله ملکي وګړي هم قرباني ورکوي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته