امنیت

په ارزګان ولايت کې دوه تروريستان ووژل شول

دتروريستي ډلې دوه تنه قوماندانان او سرګروپان ملا نعمت الله او قاري حيات الله په ارزګان ولايت کې د ملي پوليسو په خپلواکو عملياتو کې ووژل شول .

دباختر اطلاعاتي اژانس ته دملي دفاع وزارت دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې ، دغه کسان تيره شپه دارزکان ولايت په ترينکوت ښار کې دملي پوليسو په خپلواکو عملياتوکې وژل شوي دي .

خبرځاى زياته کړه: دغه کسان ددغه ولايت دترينکوت ښار په مربوطاتو او نورو سيمو کې د وسله والو تروريستي بريدونو ، په واټ کې د ماينونو ايښودلو او ديوې تروريستي ډلې دسرګروپي اصلي طراحان وو . او له هغوى څخه يوه اندازه سپک جنګي سامان آلات او يو شمير ماينونه هم دملي پوليسو لاس ته ورغلى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته