امنیت

په ارزګان کې دماين دچاودنې له امله ددريو ماشومانو په گډون څلور تنه ووژل شول

دارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ ښارکې دماين د چاودنې له امله څلور تنه ملکي وګړي ووژل شول.

دغه پيښه نن سهار له هغه وروسته رامنځته شوه چې دملګي وګړو دسپرلۍ موټرسايکل په سړک کې په ايښودل شوي ماين وخوت .

دارزګان دپوليسو ويندوى دباختراطلاعاتي اژانس ته وويل په دې پيښه کې ددريو ماشومانو په گډون څلور تنه ووژل شول.

دده دڅرگندونوله مخې دغه ماين دوسله والو طالبانو له خوا ځاى پرځاى شوي و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته