امنیت

پنځه تنه ملکي وګړي دطالبانو له بند څخه ازاد شول

کابل باختر دتلي  شپاړسمه
  دملي امنيت دلوى رياست موظفينو  دغزني ولايت په مربوطاتو کې  دځانګړو عملياتو په بهير کې  پنځه تنه ملکي وګړي  دطالبانو له بندڅخه ازاد کړل .
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ: دغه کسان دغزني ولايت  دناوې اومقردولسواليو اوسيدونکو  ، روزي محمد ، محمد حنيف  ، محمد اکرام ، فتح الله  او عبدالسلام دي  چې  اتلس ورځې مخکې دوسله والو طالبانو له خوا  تښتول شوي  و او د غزني  ولايت دناوې ولسوالۍ دسپينې خولې په سيمه کې  په يو پټنځاى کې ساتل کيدل .
يوه  اړونده خبرځاى وويل: دغه کسان دوسله والو له خوا  وهل شوي او ډبول شوي دي او په لاسونو او پښو  کې يې ځنځير او زولانه اچول شوي وو چې دملي امنيت دلوى رياست دموظفينو په ځانګړو عملياتو کې ازاد کړي شول
ويل کيږي چې ددغې پيښې  په اړوند دحاجي  شيرجان او جعفر په نومونو  دوه تنه طالبان نيول شوي دي او پيښه څيړل کيږي. 
ديوبل خبر له مخې، دملي امنيت دلوى رياست موظُفينو په  بچه حاجي مشهور  نصير احمد او دقاسم په نومونو دوه تنه تروريستان د سيمه ئيزو مشرانو او دپوځي کسانو دترور په تور دغزني ولايت په مربوطاتو کې نيولي دي .
په يوه بله پرمختيا کې  دملي امنيت دلوى رياست موظفينو دغزني ولايت دکليو دبيا  جوړولو او پراختيا درياست   کارکوونکي ابو خير  چې طالبانو ته يې دعشر  اوزکات  دراټولولو دنده لرله  طالبانو له څو ابلاغيو سره لاس په لاس نيولى دى .
دغه راز دملي امنيت دلوى رياست موظُفينو  دغزني ولايت دپوهنې رياست کارکوونکي محمد حنيف  نن دبډې اخستنې په وخت کې ونيوه  ديادونې وړ ده چې دغه پيښې  تر څيړنې لاندې دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته