خبرونهTOPروغتیا

په استقلال ملي او تخصصي روغتون کې څه باندې ۱۸زره جراحي عملیات ترسره شوي دي

کابل، د چنګاښ ۹مه، باختر

د عامې روغتیا وزارت، په تېر یوه کال کې په استقلال ملي او تخصصي روغتون کې د څه باندې ۱۸زره جراحي عملیاتو د ترسره کېدو خبر ورکړی دی.

د یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي: په استقلال ملي او تخصصي روغتون کې د تېر یوه کال په بهیر کې ۱۸زره ۴۷ جراحي عملیات د افغان مجربو او متخصصو ډاکټرانو پر مټ په بېلابېلو روغتیايي برخو کې په بریالۍ توګه ترسره شوي دي.

ویل شوي چې په یاد روغتون کې همدارنګه، ۱۸۶ زره ۵۸۱ ناروغانو ته سراپا (او.پي.ډي) او ۲۹ زره ۲۷۲ تنو ته داخل بستر (آی.پي.ډي) خدمات وړاندې شوي دي.

تر دې وړاندې هم د عامې روغتیا وزارت، په تېر ۱۴۰۲ مالي کال کې، په عاجل ابن سینا روغتون کې د افغان مجربو او متخصصو ډاکټرانو پر مټ، په بریالۍ توګه د شاوخوا ۱۰زره وړیا جراحي عملیاتو د ترسره کېدو خبر ورکړی و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته