اعلامیهسیاستTOP

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر د لور د اختطاف په اړه د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه

کابل/ د چنګاښ ۲۶ مه/ باختر

د افغانستان اسلامي جمهوریت بهرنیو چارو وزارت په ډیره خواشینۍ اعلانوي، چې د ۱۴۰۰ کال د سرطان په ۲۵ نیټه په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر لور، سلسله علیخیل، کور ته په لاره ناپیژاندو کسانو اختطاف کړې او سخته يې شکنجه کړې ده.

آغلې عليخیل له بند څخه تر خوشي کیدو  وروسته په روغتون کې تر جدي څارنې لاندې ده.

بهرنیو چارو وزارت دغه ناوړه عمل په شدت سره غندي او په پاکستان کې د افغانستان د سیاسي نمایندګیو او قونسلگریو د ډیپلوماتانو او د هغوی د کورنیو د مصونیت او خوندیتوب په اړه خپله ژوره اندیښنه څرګندوي.

بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له حکومت څخه غواړي چې له نړیوالو تړونونو او میثاقونو سره سم د افغانستان سفارت او قونسلګریو، ‌‌‌‌‌‌ډیپلوماتانو او د هغوی د کورنیو غړو د امنیت خوندیتوب لپاره اړین فوري اقدامات ترسره کړي.

بهرنیو چارو وزارت د پاکستان هیواد له بهرنیو چارو وزارت سره موضوع تعقیبوي او په عین حال کې، له پاکستان حکومت څخه غواړي چې د دې قضیې مجرمین ژرترژره ونیسي او په سزا يې ورسوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته