نړۍ

ميانمار د راخين بحران ځپلې سيمې ته د امريکا د دولتي مقام سفر ته اجازه ورنکړه

رنګون دامريکا غږ باختر دوږي دمياشتې ٢٥  نيټه  :
د ميانمار حکومت د جمعې په ورځ اعلام وکړ: يو امريکايي مقام چې ميانمار ته يې سفر کړى  دى، د راخين د بحران ځپلې سيمې د کتنې اجازه ونلري.
باختر آژانس د امريکا له خولې خبر راکړ:
د ميانمار په لويديځ راخين ولايت کې روهينګيايي مسلمانان  د دولتي ځواکونو له ځپلو څخه د تيښتې په مقصد چې دملګروملتو سازمان هغه قومي پاکول بللي دي، بنګلديش ته مهاجر شوي دي.
د رويټرز د خبري آژانس د خبرله مخې:
د ميانمار مقاماتو ويلي دي چې د امريکا د بهرنيو چارو د وزير د مرستيال سلاکار پاتريک مورفي به د ميانمار له دولتي مشرانو سره وګوري او کولاى شي  د آن سانګ سوچي د سه شنبې د ورځې د وينا په مراسموکې ګډون وکړي.
ميرمن سوچي چې د نوبل د سولې جايزه يې ګټلې ده او اوس د ميانمار مشره شمېرل کيږي، د راخين د تاوتريخوالي پيښو ته په خپل وخت د نه غبرګون په دليل له پراخو نړيوالو انتقادونو سره مخامخه شوې ده.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته