خبرونهفرهنګTOP

په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې د عظيم الشان قرآن ختم وشو

کابل / د غويي ١۹مه / باختر
د روژې مبارکې مياشتې د اووه ويشتمې او د عظيم الشان قرآن د نزول په درناوي نن په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې د عظيم الشان قرآن د ختم مراسم پرځاى شول.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دغو مراسمو کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مشرتابه او دغه راز د هرات د تياتر د هنرمندانو په ګډون پرځاى شول؛ د عظيم الشان قرآن له ختم او په هېواد کې د جګړې او وينې توييدنې د پاى ته رسولو لپاره له دعا وروسته، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير په خپلو خبرو کې وويل: په اوسنيو شرايطو کې زموږ هر هېوادوال چې د هېواد له هرګوټ څخه راشي او په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې چې د ټولو افغانانو ګډ فرهنګي کور دى، د سولې او روغې جوړې غږ پورته کړي، عین معنويت دى.
دغه راز د هرات د ملي تياتر د ټيم غړیو د نعتونو او د رمضاني سندرو په ويلو سره د مراسم ښکلا زياته کړه.
د مراسمو په پاى کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د دغه وزارت ستاينليکونه د هرات د ملي تياتر د ټيم غړیو ته ورکړل.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته