خبرونهاقتصاد

په افغانستان کې د انرژۍ او اوبو په سکټور کې د پانګونې د فرصتونو تر نامه لاندې کنفرانس جوړېږي

کابل ، د ثور ۱۹مه ، باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت مسؤلین وايي چې دغه وزارت په پام کې لري، ډېر ژر «په افغانستان کې د انرژۍ او اوبو په سکټور کې د پانګونې د فرصتونو» تر نامه لاندې دوه ورځنی کنفرانس او نندارتون جوړ کړي.
باختر آژانس ته له دغه وزارت څخه په را رسېدلې خبرپاڼه کې ویل شوي: “ټولو ملي او نړیوالو شرکتونو او پانګه والو ته خبر ورکول کېږي چې د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزارت په پام کې لري چې د لومړي ځل لپاره ډېر ژر «په افغانستان کې د انرژۍ او اوبو په سکټور کې د پانګونې فرصتونه” تر نامه لاندې دوه ورځنی کنفرانس او نندارتون جوړ کړي.”
یاد وزارت له هغو شرکتونو او پانګه والو څخه چې غواړي په دغه کنفرانس او نندارتون کې ګډون وکړي؛ غوښتي چې د نوم لیکنې لپاره دې د ([email protected]) برېښنالیک له لارې او یا هم له (0093202526049) ټلیفون شمېرې سره اړیکه ونیسي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته