کابل ، د غبرګولي ۸مه ، باختر
د «Schiller» نړیوال انستیتیوت ارتباطي غړیو نن د اوبو او انرژۍ وزارت له سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور سره په کتنه کې، په افغانستان کې د اوبو بندونو د جوړولو او د انرژۍ د تولید په برخه کې د سترو شرکتونو د پانګونې د جلبولو ژمنه وکړه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې، د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزیر هم په هېواد کې د اوبو بندونو د جوړولو او د انرژۍ د تولید په برخه کې د یاد انستیتیوت ارتباطي غړیو ته د زمینې برابرولو ژمنه کړې ده.
هغه زیاته کړه: په افغانستان کې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره، په ټول هېواد کې امنیت ټینګ شوی او موږ ټولو هغو کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته چې غواړي په افغانستان کې د اوبو بندونو د جوړولو او د انرژۍ د تولید په برخه کې پانګونه وکړي، د هر راز همکارۍ ژمنه کوو.
د کتنې په پای کې چې د یاد انسـتیتیوت ارتباطي غړیو، د اوبو بندونو د جوړولو او د انرژۍ د تولید په برخه کې د شرکتونو د پانګونې د جلبولو په موخه خپله طرحه د اوبو او انرژۍ وزارت له سرپرست وزیر سره شریکه کړه.
دا په داسې حال کې ده چې په دغو وروستیو کې په هېواد کې په بېلابېلو سکټورونو په تېره بیا د انرژۍ د تولید په برخه کې د پانګونې لپاره د کورنیو او بهرنیو پانګه والو لېوالتیا زیاته شوې ده.
وهاج