سیاستخبرونهTOP

په افغانستان کې د بريټانيا شاهي حکومت نوى سفير معرفي شو

کابل/ دغبرګولي ٣/ باختر
لوري بريستون په افغانستان کې د بريټانې د شاهي دولت نوى سفير ټاکل شوى دى.
په کابل کې د بريټانيا سفارت د اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي چې لوري بريستون به د جون په مياشت کې د ميرمن اليسون بليک پرځاى په افغانستان کې د بريټانيا دولت د نوي سفير په توګه په خپل کار پيل وکړي.
لوري بريستون د١٩٦٣کال د نوامبر په ٢٣مه زېږېدلى او له ١٩٩٠ کال را په دې خوا د بريټانيا د بهرنيو چارو وزارت کارکوونکى او د دغه هېواد يو له مشهورو ديپلوماټانو څخه دى او له ٢٠١٦ تر٢٠١٠ په مسکو کې د بريټانيا د سفير په توګه دنده ترسره کړې ده.
هغه دغه راز د لومړي وزير دفتر او د بريټانيا د بهرنيو چارو په وزارت کې د چين، مرکزي آسيا، منځني ختيځ او شمالي افريقا کې د سيمه ييز سفير په توګه هم دنده تر سره کړې ده.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته