کابل/ د ليندۍ١٩مه / باختر:
د ملګرو ملتونو وجهي صندوق په افغانستان کې له اړمنو کسانو سره د عاجلو مرستو لپاره سل میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي.
ټاکل شوې ده په دغو پيسو خوراکي توکي او درمل وپلورل شي چې په افغانستان کې اړو کسانو ته رسيدګي وشي.
له دې جملې ۳۰ میلیونه ډالره د آلمان له خوا ورکړ شوى دى.
په کابل کې د آلمان سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې نړۍ به د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړه وي.
په اعلاميه کې راغلي چې نړیواله ټولنه به په افغانستان کې د بېوزلۍ او لوږې له بحران سره د مبارزې لپاره نورې مرستې هم وکړي.
\ ذ