سیاست

په افغانستان کې د ناتو له ملکي سفير سره د جمهور رييس د فوق العاده استازي کتنه

-کابل باختر د لړم  يوولسمه :
د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چاروکې د جمهور رييس فوق العاده استازي احمد ضيا مسعود په افغانستان کې د ناتو له ملکي سفير اسماعيل آرماز سره وکتل.
د جمهور رييس د فوق العاده استازي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې له تروريزم سره د مبارزې د موضوعګانو او د افغانستان له دولت سره د ناتو د همکاريو په باب خبرې وشوې .
د ناتو ملکي سفير لومړى د ترورييستانوپه وړاندې د ناتو دعملياتو د څرنګوالي او د ملکي پرژو د اجرا کولوپه باب د جمهور رييس فوق العاده استازي ته رپوټ وړاندې کړ او ويې ويل چې د افغانستان د امنيتي ځواکونو او ناتو ترمنځ ښه همغږۍ د پوځيانو د عملياتو دپرياليتوب او دتروريستانودکمزورتيا سبب کيږي.
دجمهور رييس فوق العاده استازي دافغانستان له امنيتي ځواکونوسره د ناتو د همکاريو له امله د قدردانۍ د څرګندولو په ترڅ کې وويل: له تروريستانو سره  جګړه د افغانستان د دولت او د ناتو د ځواکونو ګډه موخه ده او په دې لاره کې بايد دواړه لوري په بشپړې همغږۍ سره عمل وکړي.
دغه راز په دې کتنه کې د اصلاحاتو د ترسره کولو او د ښې حکومتوالۍ د پياوړتيا په باب خبرې وشوې او دواړو لورو د اصلاحاتو په اجرا کيدو او د ښې حکومتوالۍ په پياوړتيا باندې ټينګار وشو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته