امنیت

په ننګرهارکې د نشه يي توکو کشف

جلال آباد باختر دچنګاښ دمياشتې  ٩ :
په ننګرهار ولايت کې د نشه يي توکو درې بستې کشف شوې.
د دغو نشه يي توکو د ليږدونې په تور شپږ تنه نيول شوي دي.
دغه نشه يي توکي  نامعلوم ځاى ته دليږدونې په وخت کې دکابل _ جلال آباد  په لويه لاره کې کشف او ترلاسه شول.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې دغو شپږو تنو په سلګونوکيلوګرامه نشه يي توکي په ماهرانه ډول په يوه موټرکې ځاى پرځاى کړي و او غوښتل نامعلوم ځاى ته يې وليږدوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته