سیاستخبرونهاقتصادTOP

د څه د پاسه ۱۰ ميليارده ۱۵۰ ميليونه افغانیو په ارزښت، د لويو کانونو د څلورو ساحو قراردادونه لاسليک شول

کابل، د مرغومي ۲۱مه، باختر
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، نن د څلورو شرکتونو له مسئولینو سره؛ په هرات، بغلان او پروان کې د سرو زرو، اوسپنې، کرومايټ او ډبرو سکرو د لويو کانونو د څلورو ساحو قراردادونه لاسليک کړل.
ټاکل شوې ده پر يادو کانونو د ۱۰ ميليارده ۱۵۰ ميليونه ۹۱۰ زره ۸۲۵ افغانيو په ازرښت پانګونه وشي او زرګونو هېوادوالو ته د کار زمينه برابره شي.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت کابل کې جوړه شوې غونډې ته د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست، د یادو قراردادونو د جزئیاتو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې د “حضرت بلال خالد لیمتد شرکت” د ۱۵۱ میلیونه ۷۲۸ زره ۱۹۵ افغانیو په ارزښت، په ۱.۶ کیلومتره مربع ساحه کې د هرات د کرخ ولسوالۍ د ډبرو سکرو د استخراج او پروسس په برخه کې پانګونه کوي او په کال کې د پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت خلکو ته ټولنیز خدمتونه وړاندې کوي.
شیخ الحدیث دلاور زیاته کړه چې د “مدثر آشنا او باختر یونین د استخراج او پروسس شرکت” د ۱۲۴ میلیونه ۹۷۹ زره ۱۰۰ افغانیو په ارزښت، په ۵.۳۳ کیلومتره مربع ساحه کې د بغلان د دوشي ولسوالۍ د سره زرو د اکتشاف او پروسس په برخه کې پانګونه کوي چې د ټولنیزو خدمتونو د وړاندې کولو ارزښت یې پنځه میلیونه افغانیو ته رسېږي.
د هغه په وینا، د “همګرایان غرب شرکت” هم د ۱۴۰ میلیونه ۱۰۵ زره ۴۵۹ ډالرو په ارزښت، په ۱۶.۸۱ کیلومتره مربع ساحه کې د هرات د پشتون زرغون ولسوالۍ د اوسپنې ویلي کولو او پروسس په برخه کې پانګونه کوي او په کال کې د پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت خلکو ته ټولنیز خدمتونه وړاندې کوي.
د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست د معلوماتو له مخې؛ د “علیم شاه بابا او جاوېد نیازي د کانونو د استخراج او پروسس شرکت” د ۱۸۰ میلیونه ۲۰۶ زره افغانیو په ارزښت، په ۴.۷۱ کیلومتره مربع ساحه کې د پروان د کوه صافي ولسوالۍ د کرومایټ د اکتشاف، استخراج او پروسس په برخه کې پانګونه کوي او له قرارداد سره سم به خلکو ته ټولنیز خدمات وړاندې کړي.
د غونډې په بهیر کې، د یادو شرکتونو مسئولینو هم په خپلو خبرو کې، د اسلامي امارت په ځانګړې توګه د کانونو او پټرولیم وزارت د مشرانو له خوا دوی ته په هېواد کې د پانګونې زمینې برابرولو او همکاریو مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د اسلامي امارت او هېوادوالو په خدمت کې دي او له قرارداد سره سم به پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
هغوی دغه راز پر کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګه والو غږ وکړ چې اوسمهال تر هر وخت ښه په افغانستان کې د پانګونې زمینه برابره شوې ده؛ را دې شي او په افغانستان کې پانګونه وکړي.
د یادونې وړ چې د کرمایټ پروژې قرارداد د پنځه کلونو او د درېیو نورو پروژو قراردادونه د ۳۰ کلونو لپاره شوی او که چېرې کوم قراردادي شرکت پر خپلو ژمنو عمل و نکړي؛ قرارداد به یې په «اتوماتیک» ډول فسخ شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته