کابل، د غبرګولي۱۶مه، باختر
د چاپيريال ساتنه چې ننني او راتلوونکو نسلونو ته د ژوند د دوام تعريف لري د هر وګړي دنده ده چې بايد په دې ملي کار کې خپل وجايب ترسره کړي.
د باخترآژانس مبصر ليکي؛ د غبرګولي شپاړلسمه چې د جون له پنځمې سره برابره ده د ژوندانه د چاپيريال ساتنې نړيواله ورځ ده او دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د ژوندانه د چاپيريال ساتنې په لاره کې له زياتو چلنجونو سره مخ دى، په ټوليزه توګه په هېواد کې د چاپيريال حالت د انديښنې وړ دى او زموږ چاپيريال د هرې ورځې په تېرېدو سره زيات ککړېږي، د چاپيريال په ککړتيا کې د طبيعي ويجاړوونکو عواملو ترڅنګ خلک هم په دې کار کې شريک دي او له طبيعي عواملو زيات د هغه په ويجاړولو کې لاس لري، دوامداره وچکالي، سېلاونه، زلزلې او نورې طبيعي پيښِې په افغانستان کې د چاپيريال په ويجاړولو کې ونډه لري خو د انسانانو ونډه له دې څخه زياته ده، له پخوا زمانو تراوسه پورې انسانانو زياتې سوکالۍ او آرامۍ ته د رسېدو لپاره د ځمکې د منابعو د تصاحب لپاره هلې ځلې کړې دي، دغه ستونزه زموږ په هېواد کې په څرګند ډول ليدل کيږي، د وروستيو کلونو په اوږدو کې په تېره بيا له هغه وروسته چې په ښارونو کې د خلکو تراکم زيات شو ښارونو هم په غيرمعياري ډول پراختيا وکړه، شني ساحې د استوګنې پر سيمو بدلې شوې، د افغانستان ځنګلونه د تجارتي او شخصي ګټو لپاره په ظالمانه ډول ويجاړ شول، د هېواد اوبه په لازم ډول مديريت نه شوې، کاريزونه او د اوبو منابع ويجاړې شوې.
جګړې او د وحشي څارويو له ژوند سره ظالمانه چلند چې په هېواد کې د وحشي څارويو زيات نسلونه منقرض کړي او يا د له منځه تللو په حال کي دي هم د ژوندانه په چاپيريال ساتنه کې موجودې ناخوالې زياتې کړې دي.
واقعيت دا دى چې افغانستان د تېرو څلورو لسيزو په بهيرکې د خپل سياسي ژوند ډېره ناوړه دوره تجربه کړې ده، په هېواد کې د وروستيو لسيزو بدلونونو د خلکو د ژوند لارې چارې په اساسي ډول بدلې کړې په دې موده کې ښارونو ته د خلکو راتګ زيات شوى او زياتو خلکو ښاري ژوند ته مخه کړې ده.
کليوالي خلکو او راستنېدونکو کابل او د هېواد نورو ستر ښارونه د ژوند لپاره انتخاب کړي، ښارونو ته د هېواد د زياتو خلکو راتګ په ښارونو کې د وګړو د زياتوالي سبب شوى دى او د وګړو د زياتوالي هم په کابل او نورو ښارونو کې د چاپيريال ککړتيا له عواملو څخه شمېرل کېږي، د کثافاتو راټولول او په ښارونو کې د غير معياري اقتصادي فعاليتونه او دغه راز د نقليه وسايطو زياتوالى او د بي کيفيته سون توکو څخه استفاده هم په هېواد کې د چاپيريال د ويجاړولو له عواملو څخه شمېرل کېږي.
په خواشينۍ سره بايد ووايو، چې په افغانستان کې د ژوندانه د چاپيريال ستونزه په يو بحران بدل شوې، چې دا ستونزه له جګړې څخه ډېره خطرناکه تعريف شوې ده.
سالم چاپيريال د انسانانو يو طبيعي حق دى او د الله ج له مهمو نعمتونو څخه دى او د انسانانو د ژوند دوام په هغې پورې تړلى دى.
\ ج