خبرونهروغتیا

په افغانستان کې د کرونا د مړينې پېښې لږ شوې دي

کابل/د چنګاښ ٢٦مه /باختر

د عامې روغتيا وزارت شمېرنې ښيي چې په افغانستان کې د کرونا د مړينې  پېښې مخ په کمېدو دى .

د باختراژانس د خبرله مخې؛ د عامې روغتيا وزارت نن اعلام وکړ چې  په تېرو ٢٤ ساعتو کې  ٤٩ کسان د کرونا له امله مړه شول خو  ٦٤٩ کسان نور ناروغان روغ شوي دي اوپه تېرو څو ورځوکې په هېواد کې د قارچ سياه  هيڅ مثبته پېښه  ثبته شوې  نه ده.

دعامې روغتيا وزارت د رسمي شمېرنو له مخې؛ په تېرو ٢٤ ساعتوکې په هېواد کې د کرونا ٣٧٨نوى پېښې ثبتې شوي دي او په همدې موده کې ٤٩ تنه مړه شوي دي.

دغه شمېر د تېرو ورځو په پرتله زيات کمښت ښيي .

په افغانستان کې د کويد ١٩ له امله د مړه شويوکسانوشمېر٦١٤٧ تنوته رسېدلى دى، دغه راز په تېرو  ٢٤ ساعتوکې په کرونا د ٣٧٨ تنو په اخته کېدو سره په  هېواد کې د کويد ١٩ د ناروغانو ټول شمېر  ١٤٠٦٠٢ تنه اعلام شوي دي .

د عامې روغتيا وزارت د رسمي  شمېرنوله مخې؛ په تېرو ٢٤ ساعتو کې په هېواد کې  ٦٤٩ تنه چې په کرونا اخته و، روغ شوي دي.

له دې سره جوخت د عامې روغتيا وزارت وايي چې د قارچ سياه ناروغانو د کرونايي ناروغانوترمنځ پېژندل شوي دي.

تراوسه پورې د قارچ سياه ٧ پېښې په هېواد کې ثبټ شوي دي.

ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته