سیاستخبرونهټولنه

په افغانستان کې د یوناما مرستیال په افغانستان کې د بشري مرستو پر دوام ټینګار وکړ

 کابل/ د وري١٣ مه / باختر

د باميانو والي مولوي عبدالله سرحدي په افغانستان کې د يوناما د دفتر له مرستيال          مته “نودسن” سره په دغه ولايت کې د امنيتي، اقتصادي، روغتيايي او بشري مرستو په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د یوناما د دفتر مرستیال د بامیانو له والي څخه د یوناما د دفتر د پروګرامونو او فعالیتونو د ملاتړ له امله مننه وکړه.

په خبرپاڼه کې ويل شوي چې  په بامیانو کې د یوناما دفتر د نورو برخو ترڅنګ د روغتیا او پوهنې په برخو کې تر ټولو زیات فعالیتونه او پروګرامونه لري.

د یوناما دفتر په پام کې لري چې په بامیانو کې د ایرانیانو روغتون په بشپړېدو سره له دغه روغتون سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتو دغه جګپوړى پلاوى وايي  ملګري ملتونه له مرسته کوونکو هېوادونو سره په خبرو بوخت دي که د هر چا حقونه او ګټې تامين شي، دوی به په منظم ډول خپلې مرستې نورې هم زیاتې کړي .

په همدې حال کې د بامیانو والي مولوي عبدالله سرحدي د افغانستان لپاره د یوناما  د مرستيالې «مته نودسن» له حضور څخه مننه وکړه او ويې ويل چې له نېکه مرغه د اسلامي امارت له بریا وروسته په ټول افغانستان او په ځانګړې توګه د بامیانو امنیت ټینګ شوی او د ټولو موسسو بشردوستانه مرستې په ځانګړې توګه د” ډبيلو اف پي” او “يو ان”   مرستې په شفاف ډول د خلکو ترمنځ وېشل شوې دي.

د باميانو والي دغه راز وويل چې بامیانو ته برابرې شوې  مرستې بسنه  نه کوي او د بامیانو خلک د بشري مرستو د وېش په برخه کې د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه  کوي.

د باميانو والي له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د بنسټيزو او پراختيايي برخو په ځانګړي ډول په دغه ولايت کې د برېښنا رسولو او د برېښنا بندونو جوړولو ته  زياته پاملرنه وکړي، ترڅو د باميانو د خلکو اساسي اړتياوې پوره شي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته