خبرونهاقتصادټولنهTOPټکنالوژي

په افغانستان کې د (CTK) تولیداتو او ټکنالوژۍ لومړنی نندارتون پرانیستل شو

کابل ، د غبرګولي ۵مه ، باختر

د چین د (CTK) د تولیداتو او ټکنالوژۍ لومړنی نندارتون نن په کابل کې پرانیستل شو.

په دغه نندارتون کې ډول ډول بايسکلونه او موټرسايکلونه، لمریز موټر، پکې، برېښنایي او ګازي بخارۍ، بطرۍ، يخچالونه، کرنيز او ورزشي وسايل، امنیتي کمرې او نور الکترونيکي وسایل نندارې ته وړاندې شوي دي.

د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت جوړه غونډه کې، د                          (China Town Kabul) رئیس «یو مینگ خوی» د چین او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ پر ارزښت خبرې وکړې.

هغه په افغانستان کې د سوداګرۍ او صنعت په برخه کې د چین پانګونه، د اقتصادي ودې او پرمختګ عامل وباله او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.

وروسته، د ښار جوړولو سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني د یاد شرکت د فعالیتونو د ستاینې ترڅنګ، په هېواد کې د کاري فرصتونو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.

نعماني ډاډ ورکړ چې د افغانستان اسلامي امارت د ټولو هغو پانګه والو ملاتړ کوي چې غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي او هر ډول اسانتیاوې او امکانات ورته برابروي.

هغه د نړۍ پر هېوادونو غږ وکړ چې د بې وزلۍ د له منځه وړلو، د اقتصادي وضعیت د ښه والي او خلکو ته د کاري فرصتونو د برابرولو لپاره دې، د “پلمې لټولو” په ځای په افغانستان کې پانګونه وکړي.

له بلې خوا، د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو او برېښنا د خدمتونو عمومي رئيس محمد عابد انور زوى، په هېواد کې د شته ظرفيتونو او د هېواد په پرمختګ کې د هغو د اغېزمنې استفادې په اړه خبرې وکړې او د یاد شرکت له رئیس څخه یې وغوښتل چې په افغانستان کې د انرژۍ د تولید په برخه کې، د دغه وزارت پيغام چينایي چارواکو ته ورسوي.

همدارنګه، په دې غونډه کې د زعفرانو یوې سوداګرې نفیسې دانش پر پانګه والو غږ وکړ چې د افغانستان د “ځان بسیاینې” په خاطر دې، پر افغانستان د خپلو مالونو د پلور په ځای، خپل اجناس د افغانستان له مالونو سره تبادله کړي.

هغې دغه راز د نړۍ په نورو هېوادونو کې د افغانستان د سوداګریزو بازارونو د رامنځته کېدو غوښتنه هم وکړه.

په همدې حال کې، د افغانستان د صنعت‌کارانو ټولنې رئیس عبدالجبار صافي او د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي احمد ضیا عظیمي هم د موضوع په اړه خبرې وکړې او په افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې د هېوادونو د پانګونې غوښتنه یې وکړه.

د مراسمو په پای کې مسئولینو د نندارتون بېلابېلې برخې وکتلې.

د يادونې وړ ده، چې دغه نندارتون د کابل ښار په «سرسبزي» څلورلارې کې جوړ شوی او د درېيو ورځو لپاره د لیدنکو پر مخ پرانيستى دى.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته