امنیت

په امام صاحب ولسوالۍ کې دوه کلي د طالبانو له شتون څخه پاک شول

کابل / د وري ۵ مه / باختر
د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې دوه کلي پرون د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شول.
د ٢١٧ پامير قول اردو وياند عبدالهادي نظري باختر آژانس ته وويل چې د کندز د امام صاحب ولسوالۍ په مربوطاتو کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتو کې د دغې ولسوالۍ دوه کلي په بشپړ ډول د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شول.
نظري زياته کړه: په دغو عملياتو کې څلور وسله وال طالبان ووژل شول او دوه نور یې ټپيان شول.
نظري وويل چې په عملیاتو کې يو امنيتي سرتېری هم ټپي شو.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته