۱۰۰ ورځې

په انتخاباتو کې د پروان د خلکو پراخ ګډون.

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ٢٤ :

په پروان ولايت کې درايې ورکولو بهېر دخلکو په پراخ ګډون سره پيل شو.

دپروان دوالي ويندوى وحيد صديقي دباخترآژانس  خبريال ته وويل :

 په دغه ولايت کې درايې ورکولو بهېر  نن سهار په اوو بجو په امن فضا کې پيل شو. او خلک  په پراخه توګه دخپلې رايې دکارولو په  مقصد ډله ډله درايې ورکولو مرکزونو ته ځي .

صديقي  وويل چې امنيتي ځواکونو دپروان ولايت په مرکز   او اړوندو ولسواليو کې  درايې ورکولو په ټولو مرکزونو کې دانتخاباتو امنيت په منظم ډول تامين کړى دى .

دپروان ولايت په مرکز او مربوطاتو کې درايې ورکولو نږدې ١٣٨٠ مرکزونه شته.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته