امنیت

٢٠ طالبان په هلمند کې ووژل شول

کابل/ د مرغومي ٢مه / باختر
٢٠ وسله وال طالبان هلمند کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول.
پر دغو وسله والو طالبانو تېره شپه کله يې چې غوښتل په سنګين او نهر سراج ولسواليو کې د افغان ځواکونو پر امنيتي پوستو بريدونه وکړي له هوا او ځمکې پرې بريدونه وشول.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو درېمې لوا د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي په دې نښته کې ٢٠ وسله وال طالبان ووژل شول او ٦ نورټپيان شول.
په دغو هوايي بريدونو کې د وسله والو طالبانو ٦ پټنځي او يوشمير جنګي وسايل دړې وړې او له منځه يوړل شول.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يوبل خبرله مخې: پوځيانو دهلمند له ګڼ مېشتو لارو څخه د٢٠ ماينونو په کشفولو سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
د دغو ماينونو د ښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته