نړۍ

په اورکزي ايجنسۍ کې اووه تنه تند لاري ووژل شول .

 په اورکزو ايجنسۍ   کې د وسله والو تند لارو او حکومتي ځواکونو ترمنځ د نښتې له امله  نن څه ناڅه  اووه تنه مشکوک  تند لاري ووژل شول .

 دپاکستان د ډي دان ورځپانې دخبر له مخې دغه نښته هغه وخت پيل شوه چې  تند لارو دوسله والو ځواکونو په يو کاروان  بريد وکړ او يو تن يې ټپي کړ .

  له دغه بريد وروسته امنيتي ځواکونوهم په غچ اخستونکي بريد سره اووه تنه وسله وال  تند لاري ووژل .

   داوکرزو ايجنسۍ  دخيبر پښتونخوا ايالت له قبايلي سيمو  څخه ده چې اووه ناحيې لري .

  ديادونې وړ ده چې  امنيتي ځواکونو د تيرکال دکب په مياشت کې  دهغو تند لارو پرخلاف پراخ عمليات پيل کړل چې له جنوبي وزيرستان څخه داورکزو ايجنسۍ ته تښتيدلي وو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته