امنیت

په ایراني سرتېرو ځانمرګي برید کې ٢٧ تنه ووژل شول

– تهران / نړيوالې خبري منابع / د سلواغې دمياشتې ٢٥نيټه
د ایران سیستان بلوچستان ایالت کې د دغه هېواد د سپاه پاسدارانوامنیتي ځواک پر          پوله ساتو سرتېرو ځانمرګی برید شوی دی.      
د دغه ځواک قدس څانګې په یوه اعلامیه کې ویلي،  په دغه برید کې له باروتو ډک        یو موټر له هغه بس سره ټکر شوی، چې د سرحدي ځواک پلي سرتېري یې لېږدول. 
سپاه پاسداران په یوه اعلامیه کې وايي، دغه  برید تکفیري ترهګرو  کړی چې                    د استکبار نظام له استخباراتو سره  تړلي دي. 
فارس او تسنیم خبري اژانسونو د سپاه له قوله د وژل شویو شمېر۲۷ کسان ښيي. دې برید کې نږدې شل کسان ټپي شوي هم دي.      
د جیش العدل په نامه ډلې چې ایراني چارواکي یې 'ترهګره ډله ' بولي، د خواله رسنۍ ټیلګرام له لارې ویلي، چې برید دوی کړی دی.     
دغې ډلې ادعا کړې چې د  بس موټر ټولې سپرلۍ وژل شوي دي.     
سیستان بلوچستان د ایران يوه نا امنه سیمه  ده.    
دغه سیمه له پاکستان سره پر پوله پرته ده، چې ډېری اوسېدونکي یې سنیان دي. سیمه کې د مخدره موادو سوداګر هم فعال دي چې د ناامنیو عوامل بلل کېږي.  
دهمدې خبرله مخې ؛ دغه سیمه کې د وسله والو بلوڅانو یو شمېر ډلې هم فعالیت کوي او دغه راز پراخ تبعیض، له ځايي چارواکو د خلکو ناخوښي او وسلو ته اسان لاسرسی هم  په سیمه کې د ناامنیو لاملونه بلل کېږي.   
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته