سیاست

جمهور رئیس غني د ملګرو ملتود سازمان سرمنشي سره وکتل

کابل باختر دغبرګولي پنځه ويشتمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون له غرمې وروسته د ملګرو ملتود سازمان له سرمنشي انتونیو ګوترش سره چې په یو رسمي سفر کابل ته راغلی وو، وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، لومړی د ملګرو ملتود سازمان سکرتر جنرال په کابل کې د وروستیو تروریستي پېښو په اړه د افغانستان دولت او خلکو ته د ډاډګېرنې او خواخوږۍ مراتب څرګند کړل. هغه په افغانستان کې د تروریستي بریدونو د غندلو تر څنګ تروریزم د بشریت ګډ دښمن وباله.
جمهور رئیس غني د ملګرو ملتود سازمان سرمنشي ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د افغانستان له دولت او خلکو سره د هغه له خواخوږي او غمشریکي څخه مننه وکړه. دواړو لورو د بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د سولې، ثبات، امنیت له تروریزم سره د مبارزې او د سیمه ییزو او پام وړ موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د هېواد جمهور رئیس د تروریزم او نړيوالو تروریستي جنایي سازمانونو خطر ته په اشارې چې د سیمې او نړۍ هېوادونه ګواښوي وویل، په افغانستان په ځانګړي ډول کابل کې وروستۍ پېښې د افغانستان د خلکو زغم پایته رسولی او زموږ خلک ورڅخه ځورېږي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني په افغانستان کې د ملګرو ملتو دسازمان د نمایندګیوکړنو کې د اصلاحاتو او موثریت راوړلو په خاطر شپږ میاشتې وخت وټاکه او د هغو پر مثبتو پایلو یې ټینګار وکړ.
د ملګرو ملتود سازمان سرمنشي له جمهور رئیس غني سره په افغانستان کې د ملګرو ملتود سازمان د بنسټونو ترمنځ د زیاتې همغږۍ او ځواب ویلو د ایجاد ژمنه وکړه.
دواړو لورو د سولې او ثبات د تامین د لارو په اړه بحث وکړ. جمهور رئیس غني په دې اړه وویل، د پاکستان له لومړي وزیر سره په وروستۍ کتنه کې موافقه وشوه چې د څلور اړخیزې همغږۍ ناستې (افغانستان، پاکستان، چین او امریکا) څخه په افغانستان کې د سولې د پراختیا په موخه استفاده وشي.
جمهور رئیس غني زیاته کړه، افغانستان اوس د منځنۍ اسیا هېوادونو ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان، قرغزستان او همدارنګه له ایران او چین سره دوه او څو اړخیزه اقتصادي، سوداګریزې او ترانزیتي ښې اړیکې ټینګې کړې دي.
هغه زیاته کړه، افغانستان د اسیا په زړه کې په ستراتیژیک موقعیت سره کوښښ کوي چې د انرژۍ د انتقال له لارې مرکزي اسیا له جنوبي اسیا سره ونښلوي او د اورګاډي کرښو له لارې چین له ایران سره ونښلوي او د افغانستان ترانزیتي مسیر تر اروپا پورې وغځوي.
د ملګرو ملتودسازمان سرمنشي انتونیو ګوترش د هېوادله جمهور رئیس څخه د معلوماتو وړاندې کولو له امله مننه وکړه وې ویل،د ملګرو ملتو سازمان به د افغانستان له دولت او خلکو سره د دوامدار همکار په توګه پاتې شي او د سولې او ثبات د تامین او همدارنګه په حکومتي بنسټونو کې د اصلاحاتو په برخه کې د افغانستان د حکومت د پروګرامونو ملاتړ کوي.
په دې کتنه کې د هېواد د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د چارود ادارې عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي، ملګرو ملتوپه سازمان کې د افغانستان دایمي استازي محمود صیقل، د ملګرو ملتوپه چارو کې د جمهور رئیس سترې سلاکارې فرخنده زهرا نادري، په عامه اړیکو او ستراتیژیکو چارو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار شاه زمان میوندي او د بهرنیو چارو وزارت معین نصیراحمد اندېشه هم حضور درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته