اعلامیهسیاستخبرونهTOP

په ایران کې د رامنځته شوې پېښې په اړه د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت د خواخوږۍ اعلامیه

کابل، د غوايي ۳۱مه، باختر
په خواشینۍ سره، چې د ایران اسلامي جمهوریت جمهور رئيس جلالتمآب سید ابراهیم رئيسي، د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان او ورسره پلاوى، په ختیځ اذربایجان کې د چورلکې د غورځېدو په پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
انا لله وانا الیه راجعون
موږ په دې ویرجنې پېښې خواشیني یو، ارواښاد سید ابراهیم رئيسي او ورسره پلاوي ته یې له پاک رب څخه د مغفرت دعا کوو، د هغوی کورنیو، د ایران اسلامي جمهوریت ملت او دولت ته د خپلې خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کوو. اسلامي امارت په دې غم کې له ورور او دوست هېواد د ایران اسلامي جموریت ترڅنګ ولاړ دی.
مولوي عبدالکبیر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته
WP RSS Plugin on WordPress