خبرونهاقتصاد

په ایران کې د هرات د لاسي صنایعو نندارتون پرانیستل شو

کابل / د وري ۴ مه / باختر

هراتیانو په ایران کې د لاسي صنایعو او عنعنوي هنرونو نندارتون پرانېست.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ګرځندوی آمر وحیدالله سلطاني د باخترآژانس له خبریال سره په خبر وکې وویل چې دغه نندارتون په مشهد ښار کې د هرات جان په نوم پرانېستل شوی چې یوه اوونۍ به پرانیستی وي.

په دغه نندارتون کې د هرات لاسي صنایع لکه د هرات آثار، ګاڼې، پوست، څرمن، خطاطي، نقاشۍ، دودیزې کاشي، وريښمو ټوکر، دښیښې هنر، غالۍ او مهرې، مسګرۍ او د هرات د ډبرو نقاشي نندارې ته ایښي دي.

سلطاني د دغه نندارتون موخه له خصوصي سکتور څخه ملاتړ وباله.

د هرات د اطلاعاتواو فرهنګ ریاست د ګرځندوی آمر زیاته کړه چې د دغه شان نندارتونونو جوړول به دوام وکړي. هغه وویل چې له  نورو هنرمندانو سره هم د همکارۍ ژمنه شوې ده .

په همدې حال کې د خراسان رضوي د فرهنګي میراثونو لوی مدیر سید جواد موسوي پرون د ایران په مشهد ښار کې د لاسي صنایعود نندارتون په پرانیستلو کې وویل: په دې نندارتون کې د هرات  د ۲۰ هنرمندانو لاسي او عنعنوي آثار نندارې ته وړاندې شوي دي.

د خراسان ایران د ګرځندوی او لاسي صنایعو د فرهنګي میراثونو لوی مدیر وویل چې دغه نندارتون به د فرهنګي او هنري تبادلې له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ  دوستی زیاته کړي.

د ایران د خراسان رضوي د اسلامي، فرهنګي او اړیکو سازمان استازي علي بختیاري د دغه نندارتون د پرانیستلو په مراسمو کې وویل چې ایران او افغانستان ګډ تاریخ او تمدن لري او هیله یې وښوده چې ایراني هنرمندان هم په هرات کې ورته نندارتون جوړ کړي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته