امنیت

په بادغيس ولايت کې طالبانو ته دسردروندزيان واوښت .

کابل باختر دزمري  اووه ويشتمه :
څه ناڅه پنځوس تنه وسله وال طالبان دبادغيس ولايت په بالامرغاب  ولسوالۍ کې له امنيتي  ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول او پنځوس تنه نور طالبان  ټپيان شول .
دغه جګړې له تيرې شپې راپديخوا په بالامرغاب ولسوالۍ کې په داسې وخت کې پيل شوې دي چې يوې ډلې وسله والو طالبانو په امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې دامنيتي ځواکونوله مقاومت سره مخامخ شول .
په وژل شويو کسانو کې دوسله والو طالبانو دډلې څو تنه مشهور قوماندانان هم شامل دي .
دبادغيس ولايت سيمه ئيز مقامات وايي چې  وسله وال طالبان دبادغيس ولايت له څو ولسواليو او له ګاونډيو ولسواليو څخه راټول شوي و او دبالامرغاب ولسوالۍ دنيولو نيت يې درلود خو خپل هدف ته ونه رسيدل .
ويل کيږي چې له دې جملې څخه دپنځو ولايتونو لپاره د طالبانو دتنظيميه رييس مرستيال قاري احسان الله  دپنځو ولايتونولپاره سرحدي قوماندان ملاسرحدي او په بالا مرغاب کې دطالبانو ضربتي قوماند ان ملا فوجي وژل شوي دي
داپه داسې حال کې ده چې يوه ورځ مخکې هم پنځلس تنه وسله وال طالبان په بادغيس ولايت کې له امنيتي ځواکونوسره په نښته کې ووژ ل شول او اتلس تنه نور طالبان ټپيان شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته