کابل باختر د تلي اته ويشتمه :
په بادغيس ولايت کې سيمه ئيزو مسوولينو وويل چې دولسي جرګې انتخابات نن سهار په اوو بجو دامن په فضا کې پيل شول .
دبادغيس والي عبدالغفور ملک زايي وويل چې امنيتي او دفاعي ځواکونه په ګډه دراي ورکونې د ټولو مرکزونو امنيت تامينوي .
ده ډاډ ورکړ چې دراي ورکونې دمرکزونو د امنيت دتامينولو په موخه هڅې دوام لري .
په بادغيس ولايت کې دراي ورکونې يوشمير مرکزونه دوسله والو مخالفانو دګواښونو په علت لاتراوسه پورې تړلي دي .
له بلې خوا دبادغيس ولايت امنيه قوماندان فهيم قايم هم دامنيت دتامينولو په خاطر دهڅو ډاډ ورکړ .
ختم_ شکريه _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ