امنیت

په خوست کې دحقاني شبکې دځانمرګوبريدونو دمسوول نيول کيدل

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ٢١ :
په خوست ولايت کې دحقاني شبکې  دځانمرګو بريدونو مسوول ونيول شو.
مولوي فضل له دوو تنو نورو ډار اچوونکو سره  دخوست ولايت  د صبري ولسوالۍ په بازارکې  ونيول شو.
په خوست ولايت کې يوه امنيتي مسوول  باخترآژانس ته وويل  چې مولوي فضل
په خوست ولايت کې د يولړ ځانمرګي بريدونودترسره کولــو نيت درلود چې ونيول شو.
ده وويل : دغه قوماندان په خوست کې د حقاني دشبکې دځانمرګو بريدونو مسوول  و.
ويل کيږي  له دغو ډاراچوونکو څخه  يوه اندازه چاوديدونکي توکي او څلور  ځانمرګي واسکټونه  هم ترلاسه  شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته