امنیت

په بادغيس کې د طالبانو يو مهم قوماندان له دولت سره يوځاى شو

کابل/ د لړم ١٤مه/ باختر
د وسله والو طالبانو يو مهم قوماندان پرون د بادغيس په آبکمري ولسوالۍ کې له جګړې څخه لاس واخيست او له امنيتي ځواکونو سره يوځاى شو.
د بادغيس د پوليسو وياند تحصيل حيدري دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه قوماندان عبدالواسعنوميږي چې د دولت د حقانيت په پوهېدو سره د هېواد له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره يې خپله همکاري اعلام کړه او ويې ويل چې له دې وروسته به دهېواد په جوړولو کې ونډه واخلي.
د يادونې وړ ده په وروستيو کې په بادغيس کې له دولت سره د طالبانو د پيوستون بهير د پاملرنې وړ دى او د دغه قوماندان پيوستون به هم ددغه ولايت په آبکمري ولسوالۍ کې د امنيت په تامين کې مثبته اغېزه وکړي.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته