کابل، د غبرګولي٢٥مه، باختر
د بادغيس د عامې روغتيا رياست د روغتيايي کلينيک د بيا رغونې کار د (ام.ام.آر. سي. اې.) دفتر په مالي مرسته د دغه ولايت د مقر ولسوالۍ په زاد علي کلي کې بشپړ او نن ګتې اخيستنې ته وسپارل شو.
(ام.ام.آر.سي.اې.) دفتر رئيس ډاکتر فضل الرحمن رحمن زي د باختر آژانس خبريال ته وويل؛ چې د دې کلينيک ودانۍ د ۵۰۰ زرو افغانيو په لګښت بيارغول شوی دی.
د بادغيس د عامې روغتيا رئيس مولوي محمد آصف قانت وويل؛ چې دغه کلينيک د وروستيو جګړو له امله وېجاړشوی چې د (ام.ام.آر.سي.اې.) د خيريه بنسټ په مالي همکارۍ بيا ورغول شو.
هغه زياته کړه دغه کلينيک په اوو برخو کې د دې ولسوالۍ خلکو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي.
\ ذ