خبرونهفرهنګ

په بادغيس کې ( شبې با شاعران ) تر عنوان لاندې ادبي غونډه جوړه شوه

کابل، د غبرګولي ٢٩ مه، باختر
د (شبې با شاعران) په نامه ادبي غونډه تېره شپه د بادغيس د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او د قلعه نو د ښاروالۍ په نوښت جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې ادبي غونډه کې چې شاعرانو، ځوانانو او د دولتي ادارو رييسانو ګډون کړى وو، د بادغيس د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي بازمحمد سروري د شعر ژبه د افهام او تفهيم او ټولنې ته د مثبت پيغام په رسولو کې ارزښت ناکه وسيله وبلله، دغه راز د قلعه نو ښاروال مولوي نظر محمد وثيق په ټولنه کې د شاعرانو او ليکوالانو دريځ ارزښت ناک وباله او په دې غونډه کې شاعرانو خپل شعرونه ولوستل.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته