خبرونهټولنه

په بادغيس کې له سلګونو اړو کورنيو سره مرسته

کابل/ د مرغومي ٣ مه / باختر:

په بادغيس کې سلګونو اړو کورنيو جامې او د کور وسايل ترلاسه کړل.

دغه کورنۍ د قادس ولسوالۍ اوسيدونکي دي چې د بېکارۍ او بېوزلۍ له امله اقتصادي ستونزو سره مخ دي او مرستې ته اړتيا لري.

د بادغيس ولايت د اطلاعاتو اوفرهنګ رييس مولوي بازمحمد سروري باخترآژانس ته وويل: په دې پړاو  کې ٣٦٥ کورنيو شړۍ، جامې او د پخلنځي وسايل ترلاسه کړل.

دغه مرستې  د يوې خصوصي مرستندويه ادارې له خوا شوي دي.

سروري وويل، په بادغيس کې له اړو کورنيو سره د مرستو بهير دوام لري.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته