کابل، غبرګولي۱۲مه، کابل
امنيتي منسوبانو پرون يو سړى د بادغيس په بوم دره کې د يو کور د مالونو دغلا په وخت کې ونيوه.
د بادغيس د امنيې قوماندانۍ وياند صديق الله صديقي باخترآژانس ته وويل؛ امنيتي ځواکونو دغه سړى د دغه ولايت د دره بوم ولسوالۍ په ګيل کلي هغه وخت دعملياتو په بهير کې ونيو چې د يوه کور د غلا شويو مالونو په ليږدولو بوخت و.
هغه زياته کړه دغه سړي د غلا په وخت کې ددې کورنۍ يوه ميرمن هم ټپي کړي ده .
نوموړي زياته کړه په دې اړه څيړنې دوام لري.
\ ذ