امنیت

په ننګرهارکې د دوو جنګي وسايلو د ډيپوګانو کشف

کابل باختردتلې د مياشتې  ٣٠ :
په ننګرهارولايت کې د وسله والوطالبانو د جنګي وسايلو دوه ډيپوګانې کشف شوې.
له دغو ډيپوګانو څخه په لسګونو سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي.
د را رسيدلو خبرونوله مخې: د جنګي وسايلو دغه ډيپوګانې داچين او خوږياڼيو په ولسواليوکې د وسله والو طالبانو په پټنځيوکې ساتل کيدې.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې طالبانو له دغو ډيپوګانوڅخه په ډاراچوونکو فعاليتونوکې استفاده کوله .
د دغو جنګي وسايلو د  ساتلو په تور څوک نه دي نيول شوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته