خبرونهټولنه

په  بادغيس کې څه د پاسه دوه زرو کورنيو مرستې ترلاسه کړې

– کابل/ د کب ٨مه / باختر

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت په بادغیس کې پر ۲۴۰۰ بېځایه شویو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو د ويش  خبر ورکړى دى.

دغه وزارت ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي، چې د بادغيس د مهاجرينو چارو رياست پرون په دغه ولايت کې پر ٢٤٠٠ بېځايه شويو کورنيو خوراکي او غير خوراکي توکي ووېشل.

دغه مرستي چې پکې شپږ قلمه خوارکې توکي شامل دي، «World Vision»  موسسې برابر کړي وو.

دغه رازپه دې پړاو کې پر هرې کورنۍ یوه، يوه خیمه وویشل شوه اوله دې جملې پر ٢٤٢ کورنيو پر خیمې  سربيره پنځه – پنځه  شړۍ هم  وویشل شوې.

د يادونې وړه ده چې د بادغيس د مهاجرينو او راستنيدونکو چارو رياست  د روان کال د کب په ٥مه هم پر٨٠٠ بيځايه شويو کورنيو د «NRC» موسسې مرسته ويشلې وه.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته