خبرونهټولنه

په بادغیس، دایکنډي، ننګرهار، او سرپل کې نږدې ۲ زرو کورنیو مرستې ترلاسه کړې

کابل، د چنګاښ ۱۳ مه، باختر

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت چارواکي وايي چې په بادغیس، ننګرهار، سرپل او دایکنډي ولایتونو کې ۱۷۷۰ اړمنو کورنیو مرستې ترلاسه کړې.

د یاد وزارت ویاند محمد نسیم حقاني وايي چې د یو شمېر خیریه بنسټونو په ملاتړ په بادغیس، ننګرهار، دایکنډي او سرپل ولایتونو کې پر ۱۷۷۰ اړمنو کورنیو نغدې پیسې او خوراکي توکي ووېشل شول.

دا په داسې حال کې ده چې په دغو ولایتونو کې له دې وړاندې هم پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په یادو ولایتونو کې له اړمنو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې کړې وې.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته