خبرونهامنیت

په بادغیس کې د دریمې لوا درستیزوال د هاوان د ماین په چاودنه کې شهید شو

قلعه نو / د لیندۍ ۱۰/ باختر
د بادغیس پوځي مسوولان وایی چې د ۲۰۷ ظفر د دریمې لوا درستیزوال عبدالبصیر نورستاني د بالا مرغاب په ولسوالۍ کې تېره شپه د هاوان د ماین د چاودنې له امله چې د طالبانو له خوا توغول شوی و، شهید شو.
دغو مسوولانو ویلي دي چې په دغه پېښه کې د ملي اردو ی١١ سرتیري ټپیان شول چې د یو شمېر ټپیانو روغتیایی حالت خراب بلل شوی دی.
دوی وایی چې له دغې پېښې وروسته پوځیانو د طالبانو پر پټنځیو د با لا مرغاب په سیمه کې د توپ او هاون بریدونه وکړل چې په پايله کې یو شمېر طالبان ووژل شول. پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته