خبرونهټولنه

په بادغیس کې د قرآنکریم ختم وشو

 کابل، د چنګاښ ۸ مه، باختر

د پکتيا، پکتيکا او خوست د زلزلې د شهيدانو روح ته پرون د خواخوږۍ او دعا په موخه د بادغيس ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د کنفرانسونو په تالار کې د قران عظيم الشان ختم وشو.

د باختر آژانس د خبريال د خبر له مخې؛ په دې مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مفتي مولوي بازمحمد سروري، د سيمه ييزو راډيو تلويزيون آمر مولوي محب الله ” اخندزاده ” او يو شمېر ځوانانو او مدني فعالانو ګډون کړى و.

د قرآن عظیم الشان د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره ګډونوالو د وروستۍ زلزلې له امله د خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو له خلکو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.

د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي مولوي باز محمد سروري د زلزلې د شهیدانو کورنیو ته د جنت الفردوس او ټپیانو ته د روغتیا هیله وکړه.

د غونډې په پای کې ګډون کوونکو له نړیوالو ټولنو، خیریه موسسو او ملي سوداګرو څخه زلزله ځپلو ته د مرستو غوښتنه وکړه.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته