ټولنه

په بادغیس کې د کتاب اوونۍ ونمانځل شوه

کابل/ د غبرګولي ۳ مه/ باختر
په بادغیس کې د کتاب اوونۍ پرون ونمانځل شوه.
د باخترآژانس د خبرله مخې، دغه غونډه چې په همدې مناسبت جوړه شوه د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمرد کتاب لوستلو او د کتاب د مقام د اهمیت په اړه خبرې وکړې او له ځوانانوڅخه وغوښتل چې د کتاب لوستلوفرهنګ د ځوانانوترمنځ رواج کړي.
په دې غونډه کې وینا والو د کتاب لوستلود ښېګڼواو اهمیت په اړه خبرې وکړې او د مطالعې فرهنګ یې د ترقي او پرمختک یواځنې لاره وبلله .
د غونډې په پای کې هغه سوغاتونه او ستاین لیکونه د غوره کتاب لوستوونکولپاره په پام کې نیول شوي وو ووېشل شول.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته