کابل / د سلواغی / ۲۱ / باختر
د اکتید نړیوال بنسټ په بادغیس کې د سلو بېځای شویوکورنیو لپاره کورونه جوړوي.
د دغو کورنو د جوړولو بهیرپیل شوی دی.
د را رسېدلوخبرونوله مخې، د هرکور د جوړولو لګښت له ۲۳۰ څخه تر۲۵۰ زره افغانۍ اټکل شوی دی چې د کور خاوند یواځې ۳۰ سلنه لګښت یې ورکوي.
دغه سل کورنۍ د وروستیو سېلاونو او زلزلو له امله بېځایه شوې دي.
د بادغیس د اطلاعاتواو فرهنګ رییس مولوي بازمحمد سروري باخترآژانس ته وویل چې د دغو کورونو د جوړولو بهیر دوام لري.
د دغو ودانیو په هرواحد کې درې خونې ، پخلنځى او تشناب په بام کې نیول شوي دي.
بېځایه شویو کورنیو له دې امله چې د اکتید نړیوال بنسټ دوی ته کورونه جوړوی خوښ دي.
ع