کابل / د سلواغی / ۷ / باختر
د اکتید موسسې پرون په بادغیس کې پر۴۹۴ بېځایه شویو کورنیو نغدي مرستې ووېشلې.
د بادغیس د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو آمریت د یوې سرچېنې مسوول د باخترآژانس خبریال ته وویل چې دغه موسسې هرې کورنۍ ته۳۶۰۵۰ افغانۍ د خوراکي توکي او د ژمي د سوند توکو د پېرودنې لپاره مرسته وکړه.
هغه وویل چې د دغې مرستې لړۍ دوام مومي.
ع