ټولنه

په بادغیس کې له زلزلې ځپلو هېوادوالو سره د افغانستان اسلامي امارت د غمرازۍ پيغام

کابل / د مرغومي ۲۸مه / باختر
په ډېره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې تېره ورځ ناوخته د بادغیس ولایت په ټولو ولسوالیو خصوصا قادس کې شدیده زلزله رامنځته شوې چې زموږ هېوادوالو ته يې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
د لومړنیو معلوماتو له مخې؛ ۲۲ تنو هېوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی ۴ تنه ټپیان او تر ۸۰۰ کورونه نړیدلي او زیانمن شوي دي.
د افغانستان اسلامي امارت له مصیبت ځپلو هېوادوالو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي، شهیدانو ته فردوس جنت، ټپيانو ته عاجله شفا غواړي، کورنیو او خپلوانو ته يې تسلیت وايي.
همدا ډول د اسلامي امارت اړوندو مسوولینو او د حوادثو ضد وزارت په شمول ټولو مربوطه ادارو ته لارښونه کېږي چې هرڅه ژر سیمې ته خپلې طبي، خوراکي او لوژیستیکي مرستې ورسوي، د باقي خلکو د نجات لپاره هڅه وکړي، د کورونو، خیمو او نورو اړوندو اړتیاوو په اړه لازم اقدامات ترسره کړي.
موږ پر نړیوالو مرستندویه ادارو او بشري نهادونو هم غږ کوو چې په بادغیس ولایت کې له مصیبت ځپلو سره مرستې وکړي او له موږ سره د دغه سترې واقعې په تړاو همکار واوسي.
له الله تعالی څخه غواړو چې زموږ بېچاره ولس له نورو دا ډول افاتو څخه مصئون وساتي او د بادغیس مصیبت ځپلو ته جمیل صبر او جزیل اجر ورکړي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته