قلعه نو / د وري ۱۲/ باختر
په بادغیس کې نن د پولیو واکسین کمپاین پیل شو.
د بادغیس د عامې روغتیا رییس عبداللطیف روستایی باختر اژانس ته وویل چې په دغه کمپاین کې چې پنځه ورځې دوام مومي له پنځه کلنې ښکته څه د پاسه یو سلو اویا زره ماشومانو د پولیو واکسین تر لاسه کوي.
په همدې حال کې د بادغیس سرپرست عبدالوارث شیرزي له وسله والو مخالفانو وغوښتل چې په دغه ولایت کې د ماشومانو د واکسین د تطبیق مخه وننسي .
پای / سعیده
3 د یوې دقیقې څخه لږ